اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ غړي كېپټن (ر) محمد صفدر وئيلي دي كه په قامي اسملۍ كوم وار وشو نو زور به ئې رياست زغمي۔ سپيكر هم اندېښنه لري چې اسمبلۍ د كوم سازش ښكار كېدې شي۔ د زيارت په ورځ اسلام آباد هائي كورټ كښې د پېشۍ په مهال خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل اسمبلۍ كه خپله موده ترسره كړي دا به ښه وي۔ په قامي اسمبلۍ كه كوم وار وشو نو بوج به ئې رياست پورته كوي۔ كله چې ده څخه پوښتنه وشوه چې اسمبلۍ به خپله موده ترسره كړي نو ده ووئيل كله چې وزيراعظم خپله موده ترسره نه كړي نو اسمبلۍ خو ډېرې كمزورې وي۔ ده ووئيل سپيكر هم اندېښنه لري چې اسمبلۍ د كوم سازش ښكار كېدې شي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن د هرې خبرې پوښتنه خپل اېمپائر څخه كوي۔ ده ووئيل د دسمبر مياشت ده مونږ بايد د سقوط ډھاكه څخه سبق زده كړو۔