کراچۍ 11 اکتوبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي مونږ له به د معیشت او سلامتیا ترمېنځه د عمل وړ توازن لپاره تسلسل باوري كول وي٬ نن په كورنۍ توګه زمونږ امنيتي وضعه ښه ده٬ د رياست رټ ته رامخې ته شوو چېلنجونو ت له مو ماتې وركړې ٬ اوس هم څه ستونزې شته خو مجموعي صورتحال مستحكم دے٬ سي پېك يوازې د انفراسټركچر او توان منصوبو مجموعه نه ده بلكې بشپړه پرمختيائي پلېټ فارم دے٬ دا زمونږ د اولس د سباٶن يوه مهمه قامي ګټه ده او په دې به هېڅ سودا ونه كړې شي٬ امن او استحكام د ټولو په ګټه دے٬فاټا كښې چې مونږ څه كړې او بلوچستان كښې پيل كړې پرمختيائې كارونه د امنيت په اړه زمونږ د سوچ ښه مثال دے۔ ده د نهې په ورځ کراچۍ كښې د معیشت او سلامتیا پھ سرخط سیمینار ته خطاب كولو۔ سرلښكر ووئيل د جنګ په اختتام يو داسې وخت هم راغلې كله چې دا خبره كيدله چې انسانی تهذیب يو داسې نقطې ته رسيدلې چرته چې يواځې د اقتصادی ګټې ’’سرد منطق‘‘ قامی سلامتیا تعینوي۔ سرلښكر ووئيل نن سلامتیا او معیشت يو بل سره تړلې شوي۔ ټول قامونه په پخواني سوچ نظرثانې کولو سره نن اقتصادی استحکام او قامی سلامتیا ترمينځه توازن ته پام لرنه كوي۔ ده ووئيل مونږ د نړۍ تر ټولو زيات تاؤ ترېښوالې لرونكو سيمو كښې په يوه كښې مېشته يو او مونږ د اول نه د ګڼو بحرانونو سره مخ يو خو د تيرو څلور لسيزو راهسې دا زياتې شوې۔ سرلښكر ووئيل مونږ له به د معیشت او سلامتیا ترمينځه د عمل وړ توازن باورې كول وي۔په داسې صورت به مونږ يو داسې سباؤن ترلاسه كړې شو چې پكښې زمونږ د اولس لپاره امن او خوشحالي باوري شي۔سرلښكر ووئيل قامی سلامتیا نن يو لويه موضوع ده۔ ده ووئيل نن په كورنۍ توګه د امنيت وضعه ښه ده او مونږ له پھ نېشنل ایکشن پلان عمل درآمد له هڅو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د مدرسو اصلاحات ته هم اړتيا ده۔ مونږ د خپلو ځوانانو لپاره محدود آپشنز نه شو پرېښودلې۔ مدرسو له به هم خپلو زدكوونكو له د ټولنې ګټه ور غړي جوړول وي دغسې چې د ژوند په ټولو څانګو كښې پرمختګ وكړې شي۔ جنرال قمر جاوید باجوہ د بهرنو محاذونو ذکر کولو سره ووئيل زمونږ ختيز كښې هند او لويديز كښې غیر مستحکم افغانستان دے۔ مونږ خپله لويديزه پوله سفارتی، پوځي او اقتصادی اقداماتو د لارې امناكه ساتلو له سنجیدہ او كوټلې هڅې كوو۔ فاټا او او اړوندو سيمو كښې امنيت زيات كړې شوې۔ ده ووئېل په اصل كښې فاټا كښې چې مونږ څه كړې او بلوچستان كښې چې كوم كارونه پيل كړې شوي ، هغه د امنيت په اړه زمونږ د سوچ ښه مثال دے