اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د اي او بي آئي پينشن د 6500 څخه 8500 روپۍ كول د وزيراعظم عمران خان د غريبانانو او كمزورو طبقو لپاره د احساس لرلو عكاسي ده ٬دا د مدينې رياست غوندې د اولس ښېګړې رياست پلو يو عملي ګام دے۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د غريبانانو خيال ساتل او هغوي ته آسانۍ وركول د وزيراعظم نصب العين دے