GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د يو اے اي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې په اړه جاري كړې شوې اعلاميه

image
APP17-06 ISLAMABAD: January 06 - Prime Minister Imran Khan in One-on-One meeting with Crown Prince of UAE H.H Sheikh Muhamed bin Zayed Al Nahyan at PM House.APP

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) پاكستان او متحده عرب اماراتو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي او دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه كولو سره د اوږدې مودې د سرماريه كارې فرېم ورك په لوظنامه د پرمختګ پشمول د دوه اړخيزه ستراتېژيكي اقتصادي اړيكو لا قوي كولو لپاره په بېلا بېلو اقداماتو كولو اتفاق كړے٬ وزيراعظم عمران خان او د يو اے اي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان په تجارت كښې اضافې لپاره په ټولو ضروري اقداماتو كولو اتفاق او دې مقصد لپاره د ټاسك فورس جوړولو پرېكړه كړې٬ د پاكستان متحده عرب اماراتو د شريك وزارتي كميسون غونډه به په فرورې كښې كېږي٬ دواړو هېوادونو تربيې٬ شريكو مشقونو او په دفاعي پېداوار كښې لا شركت لپاره د لارو او نويو اړخونو په ټاكنه هم اتفاق وكړو٬ دواړو مشرانو د وائټ كالر جرائمو پشمول د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره اړوند چارواكو ته شريكې قانوني معاونتي لوظنامې ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو هدايت كړے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې د وزيراعظم عمران خان په بلنه د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د وسله والو ځواكونو ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان سركاري دوره وكړه۔ ولي عهد سره د كابينې غړي او د اعلٰي چارواكو د لوړې پاې پلاوې هم و۔د نور خان په هوائي اډه وزيراعظم عمران خان د ابوظهبي د ولي عهد هركلې وكړو او رسمي دستوره په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د دستورې نه پس د وزيراعظم عمران خان او د ابوظهبي ولي عهد ترمېنځه يو په يو ملاقات وشو او بيا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات وشول۔ د تود هركلي او د خېر سګالې خاص اظهار په توګه وزيراعظم عمران خان خاص مېلمه سره تر وزيراعظم هاؤس راغلو۔ د ابوظهبي ولي عهد 12 كاله پس د پاكستان دوره وكړه۔ د وزيراعظم عمران خان او د ولي عهد ترمېنځه په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو څانګو تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو د پاكستان او يو اے اي ترمېنځه په اړيكو كښې په مثبته اضافه د اطمينان څرګندونه وكړه او د اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه ئې وكړه۔ په ملاقات كښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وشوې او د دې خبرې مشاهده وكړې شوه چې دواړه هېوادونه په دې چارو يو ډول دريځ لري او دا دريځ د دوستې بنياد دے۔ وزيراعظم عمران خان ولي عهد ته د مقبوضه جمو او كشمير د صورتحال او د كشميري اولس د حالت زار په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم عمران خان د ادائيګې د توازن په مسئله قابو موندلو لپاره د درې اربه ډالرو په مرسته كولو د يو اے اي مننه وكړه۔ ده په پاكستان كښې د تېل و ګاز٬ لاجسټك٬ بندرځايونو او تعميراتو په څانګه كښې د اماراتو لخوا د سرمايه كارې د دلچسپې هركلې هم وكړو۔ دواړو مشرانو د پاكستان او يو اے اي ترمېنځه د دفاع او سلامتيا په څانګه كښې په روانه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان كال 2019م د برداشت كال ګرځولو سره د متحده عرب اماراتو مشرتابه ته ئې مباركي وركړه او وې وئيل چې دا د شېخ زېد بن سلطان النهيان وژن او ورثه ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو غوره طريقه ده۔ دواړو مشرانو په دې خبره د قوي باور څرګندونه وكړه چې برداشت٬ همه ګيريت٬ عدم مداخله او د خلقو د پرمختګ په اېجنډا عمل كېدو سره په منطقه كښې پوخ امن او استحكام باوري كېدے شي۔ دواړو مشرانو د ترهګرې د ټولو صورتونو او مظاهر سخته غندنه وكړه او د دې لعنت خاتمې لپاره ئې په ګډه په كار كولو اتفاق څرګند كړو۔ ولي عهد د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمې لپاره د پاكستان د بې مثاله قربانيو او او هڅو اعتراف وكړو۔ وزيراعظم عمران خان د پاكستان د معاونتي پروګرام له مخې د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په پوخ عزم د متحده عرب اماراتو د مشرتابه او اولس مننه وكړه۔ ده د پاكستان څخه د پوليو خاتمې په هڅو كښې په مرسته كولو د شېخ محمد بن زېد النهيان مننه وكړه۔ وزيراعظم ولي عهد د اولس د بهترې د اېجنډې او په هره كچه د سپېځلتيا او احتساب باوري كولو په اړه د حكومتي اقداماتو نه خبر كړو۔ دواړو مشرانو د وائټ كالر جرائمو پشمول د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره اړوند چارواكو ته شريكې قانوني معاونتي لوظنامې زر تر زره د حتمي شكل وركولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ولي عهد په افغانستان كښې امن لپاره د افغانانو په مشرې كښې د افغانانو د سولې د عمل په لړ كښې د پاكستان د هڅو نه خبر كړو۔ ده په ابوظهبي كښې د سولې خبرو لپاره په كردار ادا كولو د عرب اماراتو د هڅو ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو په افغانستان كښې پوخ امن او استحكام لپاره په نزدې كار كولو اتفاق وكړو۔ د اعلاميې له مخې د ولي عهد د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خاص اړيكو څرګندونه ده۔ دواړو مشرانو د پاكستان او متحده عرب اماراتو پرمختګ٬ خوشحالې او استحكام لپاره په ګډه د كار كولو د قوي عزم څرګندونه وكړه۔ د ابوظهبي ولي عهد په پاكستان كښې د ده او د هغه د پلاوي د تود هركلي كولو او مېلمستيا ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں